Beruflich Dokumente
Kultur Dokumente
زه دپيړيو مجاهد او ميړنی غازي يم زه له لرغونې زمانې نه توريالی غازي يم
په نړيوال بڼدار کې هم ښه په عزت ياديدم زه هم يو وخت په ملتونو کې ملت ياديدم
د core 2 duo په زمانه کې Pentium one پاتې يم خوزه ال اوس هم په classicدور کې بند پاتې يم
ښه نوي نوي سافټ ويرونه د دنيا کاروي خلکو windows xpزړه کړه اوس vistaکاروي
د زړه وطن ساتلی نه شي هيڅ actionنه لري FireWall setting مې وران دی protectionنه لري
د امريکې او د ISAFله بد ويروسو ډکه د د ښتو غرونو memoryمې له کارتوسو ډکه
د خپل وطن hard diskله دوئ نه څنګه پاک کړمه Antivirus نه لرم څنګه دوئ هالک کړمه
ټول حکومت مې Corruptشوی حاکميت نه لري زما سياست همداسې Hangدی حرکت نه لري
دې ته تکړه يم چې د نورو نه down loading وکړم دومره توان نشته چې دخپل کلتور up loadingوکړم
ځکه زما دزوړ سيسټم readerمنلی نه دی د down loadشوي فايل پردی formatهيڅ ښکلی نه دی
د درد فايلونه دي folderمې ټول له غمه ډک دی دلته هر driveله ويره ډک دی له ماتمه ډک دی
د loud speakerاواز مې ګونګ دی هيڅ تاثير نه لري Media player مې بې له اوره بل تصوير نه لري
حمېدهللا( ها شمې) shut downکړو زوړ سيسټم افغانستان لپاره نوی versionبه کړي پيدا نوي دوران لپاره